اسلامي امارت د روسیې د فدراتیف ملي امنیت شورا مشر ادعا ته غبرګون ښودلی او د هغه خبرې یې بې اساسه بللي.
اسلامي امارت د روسیې د فدراتیف ملي امنیت شورا مشر ادعا ته غبرګون ښودلی او د هغه خبرې یې بې اساسه بللي.
6 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي چي د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته کیدل یې امریکا ته منسوب کړي.
د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته، د خپل هېواد د نجات لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و چې په خپل وطن کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نویمو کلونو ملوک الطوائفي او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه یوړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته
رسېدلی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي بولي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د حقایقو په لټون او خپرولو باور لرو او همدا اوس لسګونه رسنۍ پراخ او آزاد فعالیت لري.
له نېکه مرغه، افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانیدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي؛ او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري. په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.