اسلامي امارت: د حقایقو په لټون او خپرولو باور لرو او همدا اوس لسګونه رسنۍ پراخ او آزاد فعالیت لري.

0
76

اسلامي امارت: د حقایقو په لټون او خپرولو باور لرو او همدا اوس لسګونه رسنۍ پراخ او آزاد فعالیت لري.

4 نومبر 2022

دبهرنیو چارو دوزارت ویاند وايي چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۷۰ څخه زیاتې رسنۍ فعالې دي او اسلامي امارت دحقایقو په لټون او خپرولو باندې باور لري.

 

ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ملګرو ملتونو په هېواد کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د سلګونو رسنیو د بندولو او د ۲۰۰ خبریالانو د ځورونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت دغه اندېښنه بې بنسټه ګڼي.

 

عبدالقهار بلخي پرون په خپل ټوېټر اکاونټ کې په یوه ټوېټ کې ویلي چې په هېواد کې ۲۷۰ رسنۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د حقایقو په لټون او خپرولو باور لري او له همدې امله رسنۍ د هیواد په ټولو سیمو کې معلوماتو ته د لاسرسي حق لري.

 

د ښاغلي بلخي په وینا، په افغانستان کې ۱۴ بهرنۍ خبري شبکې شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې د بېلابېلو هېوادونو د ۱۹۶ بهرنیو خبري شبکو څه باندې ۷۰۰ خبریالانو ته د افغانستان د سفر فرصت برابر شوی دی.

دبهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ټینګار کړی چې «اسلامي امارت ټولو رسنیو ته اجازه ورکوي چې خپل فعالیتونه په مسلکي چوکاټ کې او داسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره ترسره کړي».

 

ښاغلي بلخي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په هېواد کې هیڅ خبریال نه دی وژل شوی او رسنۍ هم له کوم ګواښ سره نه دي مخ شوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو او مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت ډاډ ورکوو.
د یوناما دفتر تر دې وړاندې په افغانستان کې د رسنیو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې وه او د اسلامي امارت له لوري یې د ۲۰۰ خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ثبتول اعلان کړي وو، خو اسلامي امارت دغه ټول تورونه رد کړي وو.

Leave a reply