افغانستان په لومړي ځل چین ته د ځمکې له لارې نن ورځ د ۱.۵ زرو ډالرو ارزښت ۷۵ جلغوزي صادر کړل.

افغانستان په لومړي ځل چین ته د ځمکې له لارې نن ورځ د ۱.۵ زرو ډالرو ارزښت ۷۵ جلغوزي صادر کړل.
1 نومبر 2022
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ چین هیواد ته د ځمکې له لارې د جلغوزیو صادرات پیل شول او لومړۍ لویه جوپه چې ۷۵ ټنه وه، روانه شوه.
دغه خبر پاڼه کې راغلي چې افغانستان نن د ځمکې له لارې د یو میلیون او ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۵ ټنه جلغوزي چین ته صادر کړل.
اړوند موضوعات
المان هیواد ته د ۴۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه جلغوزې صادرې شوې.
یاد جلغوزي د موم نړیوال ټرانزیتي شرکت له لورې لومړی ازبکستان او بیا له هغه ځایه چین هیواد ته وړل کیږي.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته بهر ته د جلغوزیو او نورو وچو میوو د صادراتو دور پیل شو، چې بیا بیا چین هیواد ته د هوایي دهلیز له لارې جلغوزي صادر شول او دوه ورځې وړاندې المان هیواد ته هم یوه ۱۲ ټنه جوپه صادره شوه.
حماد





