د ننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح د PU – AMI روغتیایي ادارې د ختیځ زون له مشر سره ولیدل.

0
150

د ننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح د PU – AMI روغتیایي ادارې د ختیځ زون له مشر سره ولیدل.

6 نومبر 2022

د ننګرهار ولایت د مقام څخه په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د PU – AMI ادارې ختيځ زون مشر سباشش سره نن ورځ ولیدل.

 

مرستیال والي په ليدنه کې د دې ولايت روغتيايي سکتور ملاتړ او پياوړتيا په موخه غوښتنې وکړې.

 

نوموړي د ختيځ روغتيايي کمپلکس پاتې چارو تر سره کیدو او وسايل و ورکړې غوښتنې تر څنګ د روغتيا برخه کې ګڼ شمېر نورې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.

د PU-AMI ادارې مشر سباشش وويل، چې دوی د وقايې، درملنې، رواني روغتيا، واکسیناسیون او پاکو اوبو رسولو برخو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې فعاليت کوي.

نوموړي د اسلامي امارت د مسئولينو له همکاريو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د روغتيا سکتور اړوند ستونزو حل کې به لازمه همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت مرستیال والي سره ولیدل.

د يادې ناستې پر مهال په دې ولايت کې د روغتيايي وضعيت پر لا ښه کېدو خبرې او بحثونه تر سره او پر دوه طرفه همکاريو ډاډ څرګند شو.

Leave a reply