زابل کې د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد قبر په لومړي ځل خلکو ته وروښودل شو.

زابل کې د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد قبر په لومړي ځل خلکو ته وروښودل شو.
6 نومبر 2022
د اسلامي امارت د مرکزي ویاند له لورې په یوه تازه ټویټ کې راغلي چې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټګر ملامحمد عمر مجاهد د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوی.
همدا راز د زابل ځايي چارواکي وايي چې د ارواښاد امیر المؤمنین جسد د زابل دسیوري ولسوالۍ دعمرزو کلي ته څېرمه په یوه دښته کې خاورو ته سپارل شوی، چې نن یې په لومړي ځل خلکو ته قبر وروښودل شو.
اړوند موضوعات
خلقو سره دې د بې رحمۍ او سپک سلوک و نه شي: مولا محمد یعقوب
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې نن د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند، دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد، کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د ارواښاد امیر المؤمنین د کورنۍ غړو او نورو مسؤلینو په موجودیت کې د امیرالمؤمین قبر ته ختم قران او دعاګانې وشوې او د همدې مراسمو کې د امیرالمؤمنین قبر هم خلکو ته وروښودل شو.







