خلقو سره دې د بې رحمۍ او سپک سلوک و نه شي: مولا محمد یعقوب

د ملا محمد عمر ځوی ملا محمد یعقوب : فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان، د طالبانو د تحریک باني د ملا محمد عمرځوی اود افغان عبوري حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په آډیو پیغام کښې ویلي دې چې طالبان دې خلقو سره سپک او د بې رحمې چلن ونه کړي.
یاده دې چې په پایه تخت کابل کښې څو ورځې وړاندې طالبانو په خبریالانو او هم دغه شان په ښځو چې احتجاج ی کولو تشدد کړې وو.
د ملاعمر ځوی ویلي دي چې امارت اسلامی افغانستان د عام معافۍ اعلان کړې دې او دعام معافۍ نه پس چا نه بدله اخستل د یو مجاهد لپاره ښه نه ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ملا یعقوب ویلي دې چې د طالبانو په صفونو کښې بعضې شرخوښي خلق را شامل کړې شوي دي او طالبانو دې د دغسې خلقو نه ځانونه وساتي ، دوی خپلو دوستانو ته مشوره ورکړې چې دداسې شرخوښه خلقو نه دې ځان لرې وساتي.
د دفاع وزیر د طالب جنګیالو په بیله بیلو وزارتونو کښې په تصویر اخستو هم نیوکې کړي او ویلی دي چې داکار ښه دې چې طالبان په وزارتونو کښې تصویرونه اوباسي.
مولا یعقوب ویلي چې د تصویرو اخستو هیڅ داسې ګټه نشته ،په حساسو ځایونو کښې تصویر اخستل ښه کار نه دې او د آخرت لپاره څه ګټه نه کوي.
یاده دې وی چې تراوسه پورې په افغانستان کښې په ښځو اوجینکو باندې بندیز دې او دوی سکولونو او کارونو ته نه شي تللې.
ذبیح االله مجاهد، دامارت اسلامی افغانستان ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر په یو بیان کښې ویلي دي چې ډیر زر به جونو او نورو ښځینه کارمندانو ته اجازه ورکړي چې دوی مکتبونو ته د زده کړې لپاره راشي او په بیله بیلو دفترونو کښې خپلې وظیفې پیل کړي.






