د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره ولیدل.

0
173

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره ولیدل.

6 نومبر 2022

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي وکتل.

 

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.

 

ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسئلو د تفاهم او خبرو له لارې پر حل ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

په افغانستان کې د قطر سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

همدا راز یې له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

Leave a reply