تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۲ زره ۸۰۵ ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

0
155

تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۲ زره ۸۰۵ ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

6 نومبر 2022

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د ا‎وسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۲ زره ۸۰۵ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې د خبرپاڼې له مخې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۴ زره ۶۴۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵ زره ۷۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳ زره ۸۷ ټنه واردات چې ټولټال ۱۱۲ زره ۵۳۹ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۲۶۶ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

یاده اداره زیاتوي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت په پام کې لري چې د سپین بولدک-چمن تر منځ د وسپنې پټلۍ جوړه کړي او د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د بیارغونې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي او تمه ده چې ډير زر به د افغانستان او ایران تر منځ انتقالات د دغې لارې هم پیل شي.

اړوند موضوعات

تیره اونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) انتقالات ترسره شوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د روان کال د تلې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۹ زره ۷۶۷ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې څخه ۳۸۵ زره ۸۷۱ ټنه یې واردات او ۳ زره ۸۹۶ ټنه نور یې صادرات دي.

Leave a reply