تیره اونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) انتقالات ترسره شوي.
تیره اونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) انتقالات ترسره شوي.
22 اکتوبر 2022
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د تلې له ۲۲ تر ۲۸) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) متریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۰۲۸۷۷میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۴۵۳۶ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۸۳۰۹۱ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۶۲۵۰ ټنه راغلي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۲۶۰ ټنه واردات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې پودر تالک دي
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تیرو شپږو میاشتو کې ۱.۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي.
په وروستیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات زیات شوي او د دغه لارې زیات عواید ترلاسه کیږي.