د افغانستان- ایران د خواف-هرات تر مینځ د اوسپنې پټلۍ کارونه په چټکۍ سره دوام لري.

0
198

د افغانستان- ایران د خواف-هرات تر مینځ د اوسپنې پټلۍ کارونه په چټکۍ سره دوام لري.

3 نومبر 2022

د افغانستان د ریل پټلۍ اداره وايي چې د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ کارونه په چټکۍ سره روان دي.

یادې اداره وايي چې د خواف-هرات تر منځ وسپنې پټلې درېیمې ټوټې د ریلي او غیر ریلي ترمیماتو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روان دي.

 

دوی زیاتوي چې د دې پروژې ترمیمات ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي او تر راتلونکو څو ورځو به یې چارې پوره شي.

 

د وسپنې پټلۍ ادارې هیله مندي ښودلې چې د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د چارو تر بشپړیدو وروسته به له ایران سره انتقالات پیل شي.

اړوند موضوعات

د اوسپنې پټلۍ اداره: افغان حکومت د سپين بولدک-چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړوي.

د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د ترمیم چارې یوه میاشت وړاندې پیل شوي وو چې ټول مصارف یې ۵۲ میلیونه افغانۍ اعلان شوي وو او پلان وه چې د دوه میاشتو په موده کې به تکمیل شي.‎

Leave a reply