د اوسپنې پټلۍ اداره: افغان حکومت د سپين بولدک-چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړوي.

0
204

د اوسپنې پټلۍ اداره: افغان حکومت د سپين بولدک-چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړوي.

3 نومبر 2022

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري وايي چې د سپين بولدک-چمن تر منځ د وسپنې پټلۍ جوړوي.

 

د یادې ادارې رئيس بخت الرحمن شرافت ویلي دي چې د سپين بولدک – چمن د اوسپنې پټلۍ جوړول د دې رياست لومړيتوب دى.

هغه زیاته کړې چې دغه اداره هڅه کوي، چې ژر تر ژره يې د جوړولو کار پيل کړي.

 

د سپین بولدک – چمن اوسپنې پټلۍ پروژه د هېواد په کچه یوه له عایداتي او پرمختیايي پروژو څخه ده، چې امکان سنجي مطالعات یې مخکې شوي او تمه ده نورې چارې یې هم ژر پیل شي.

اړوند موضوعات

تیره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰ زره مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي.

د سپین بولدک-چمن تر منځ د وسپنې پټلۍ د جوړولو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د بیارغونې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي او تمه ده چې ډير زر به د افغانستان او ایران تر منځ انتقالات د دغې لارې هم پیل شي.

Leave a reply