د ننګرهار د اطلاعات او کلتور او بهرنیو چارو ریاستونو رئیسانو ننګرهار کې د ایران له قونسل سره ولیدل.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور او بهرنیو چارو ریاستونو رئیسانو ننګرهار کې د ایران له قونسل سره ولیدل.
3 نومبر 2022
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف د بهرنیو چارو رئيس مولوي احمد په ګډون د ننګرهار ولايت د يو شمېر فرهنګيانو او ژورنالېستانو په ملتیا په جلال آباد کې د ايران اسلامي جمهوريت له قونسل سره په کتنه کې ویلي چې هېڅوک نه شي کولای چې په یو او بل نوم د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.
په دې کتنه کې د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف ويلي، چې د افغانستان او ايران خلک تاريخي او فرهنګي اړيکو درلودلو تر څنګ ديني مشترکات هم لري، چې هيڅوک نه شي کولای د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په يو او بل نوم اختلافاتو ته لمن ووهي.
په کتنه کې د ننګرهار د بهرنيو چارو رئيس مولوي احمد، د راډيو تلوېزيون آمر مولوی امان الله عادل، د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف زهير، د ژورنالېستانو خونديتوب کمېټې مشر يوسف ظريفي او يو شمېر نورو هم خبرې وکړې. هغوی د ايران او افغانستان د خلکو په ديني او فرهنګي اړيکو هر اړخيزې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د يادو اړيکو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له مشرې سره وکتل.
په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوريت سرقنسل مجید صادقي دولت آبادي د دواړو هېوادو د تاريخي او فرهنګي اړيکو په لا پياوړتيا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په اوسنيو حالاتو کې د ايران او افغانستان د خلکو تر منځ بايد په ټولو برخو کې اړيکې پياوړي او د دواړو هېوادونو خلک بايد په خپلو کې د راکړې ورکړې (سوداګرۍ) او د دواړو هېوادونو د ګډ فرهنګ په برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي.






