د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د مرحوم نورمحمد غمژن د پښتو او پشه یي ژبو چاپ شوو کتابونو مخ کتنې غونډه کې ګډون وکړو.

0
200

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د مرحوم نورمحمد غمژن د پښتو او پشه یي ژبو چاپ شوو کتابونو مخ کتنې غونډه کې ګډون وکړو.

2 نومبر 2022

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د مرحوم نور محمد غمجن تمیل په پښتو او پشه یي ژبو د شپږو چاپ شویو کتابونو د مخ کتنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي بلال کریمي د ملي فرهنګ د تحفظ، د لیکوالۍ پر اهمیت او په افغانستان کې د نوموتو لیکوالانو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې، وې ویل، ژبني تنوع د هیواد زیب او ښکلا ده او پشه یي د هیواد له خوږو ژبو څخه یوه ده چې شاعرانو او لیکوالانو یې د هیواد د نورو شاعرانو او لیکوالانو ترڅنګ د افغانستان د فرهنګ په وده او بډاینه کې عمده رول لرلی دی.

وروسته د پشه یانو قومي شورا رئیس محمدفاروق انصاري په تېرو شلو کلونو کې د اشغالګرانو پر وړاندې د پشه یي قوم د مبارزې او سرښندنو په اړه خبرې وکړې وې ویل، موږ د اسلامي امارت د ملاتړ او تحکیم په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو.

ورپسې د مرحوم نور محمد غمجن تمیل ځوی ډاکټر هدایت الله تمیل په پښتو او پشه یي ژبو د شپږو کتابونو د چاپ په خاطر د اسلامي امارت له پاملرنې په مننې د پشه یي ادبیاتو د تاریخ په اړه خبرې وکړې او د دې ژبې د ودې لپاره یې د کیسو او فولکلور متنونو راټولول مهم و بلل.

 

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس معاون سرمحقق سید نظیم سیدي د پښتو او پشه یي ژبو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او د مرحوم نورمحمد غمجن تمیل فرهنګي فعالیتونه یې وستایل. نوموړي همداراز د افغانستان د فرهنګ او ژبو ودې ته د اسلامي امارت مسوولینو د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د پشه یانو قومي شورا څخه د یادو کتابونو د چمتو کولو او چاپ مننه وکړه وې ویل، فرهنګي رقابت، په اوسنۍ نړۍ کې یو له سالمو رقابتونو څخه ګڼل کېږي چې لیکوالان یې د خپل هیواد د سرلوړۍ او پرمختګ لپاره ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، نننۍ غونډه زموږ د لیکوالانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو یوه کوچنۍ بېلګه ده چې نن د هیواد د یوه تکړه لیکوال د شپږو کتابونو مخ کتنه کوو.

اړوند موضوعات

د کابل یو شمیر امامانو نن ورځ د ریاست الوزرار د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع سره وکتل.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د لیکوالانو ترڅنګ ولاړ دی او د دغې برخې له زحمتونو او لاسته راوړنو څخه نه یوازې مننه کوي، بلکې د هیواد د لیکوالۍ فرهنګ د ودې او بډاینې لپاره د نه ستړې کېدونکو هلوځلو ژمنه هم کوي.

Leave a reply