د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
2 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د بادغیس ولایت یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د بادغیس امنیه قومندان محترم مولوي عبدالستار د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، د بادغیس ولایت خلکو د جهاد په ځانګړي ډول د تېر شل کلن جهاد په دوران کې د اشغال پر ضد بې شمېره قربانۍ ورکړي او اوس چې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شوی، لازمه ده چې د دې ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل چې د بادغیس د حلقوي سړک ترمیم، روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، ښوونې او روزنې، معیاري کرنې، د برېښنا خدمتونو، د فقر راکمولو، د کانونو استخراج او د اوبو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له علماؤ، مجاهدینو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره پر کتنې خوښي څرګنده او د اشغال په پایته رسولو کې یې د دې ولایت د خلکو، علماؤ او مجاهدینو رول کمنظیره وباله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او د دوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت مکلفیت وباله وې ويل، ټول مسوولین د خلکو او مجاهدینو د ستونزو د حلولو لپاره خپلې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.
نوموړي د حلقوي سړک د ترمیم په اړه وویل، دا سړک د اسلامي امارت د پروژو په لومړیتوب کې قرار لري چې په لومړي ګام کې به د یاد سړک د پلونو تعمیر او کریړ(جغل) اچولو بهیر پیل شي.






