د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.
1 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو زیات شمېر علمای کرامو او مشرانو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې یادو مشرانو او علمای کرامو په خپلو ولایتونو کې د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د اشغالګرو قواو د وتلو او اسلامي نظام د استقرار د هرکلي ترڅڼګ یې په هیواد کې پر روان وضعیت خوښي څرګنده کړه.
دوی د افغانستان اسلامي امارت له لورې د قوش تیپې کانال په څېر د سترو ملي پروژو پر پیلولو خوښي وښوده او د افغانستان اسلامي امارت له رهبري یې وغوښتل چې د افغانستان ټول ولسونه دې د سترو پروژو له ګټو برخمن شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماؤ او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت تامین د افغانستان اسلامي امارت له اصلي مکلفیتونو او لومړیتوبونو څخه دی او د اسلامي امارت رهبري توانېدلې دغه مکلفیتونه په درست ډول ترسره کړي.
نوموړي د خلکو، علماؤ او مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه، د دغو سرښندنو او قربانیو موخه په لومړي قدم کې د اشغالګرو وتل او په دویم قدم کې د اسلامي نظام استقرار وو چې الحمد لله دا دواړه موخې ترلاسه شوې.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي شخصیت پیر سیداحمد ګیلاني سره وکتل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د اسلامي امارت مسوولین له سترو پروژو څخه د ټولو خلکو استفاده کول خپل مکلفیت ګڼي او په دې لار کې یې اغېزمن اقدامات هم ترسره کړي دي.