د شهداؤ او معلولینو چارو وزیر د ترکیې ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر او مل پلاوی سره وکتل.

د شهداؤ او معلولینو چارو وزیر د ترکیې ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر او مل پلاوی سره وکتل.
1 نومبر 2022
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د ترکیې هېواد د ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر ښاغلي شیخ حمزه او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلي پلاوي په افغانستان کې د ندا الخیر خیریه بنسټ د مرستو د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاد خیریه بنسټ په دې هېواد کې د یتیمانو کورنېو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.
هغه همداراز په میدان وردګ ولایت کې د یتیمانو لپاره د دارالایتام د ودانۍ جوړول ددې خیریه بنسټ له شویو مرستو څخه وګڼله.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د یتیمانو کورنېو سره څه اندازه مرستې ترسره کړي او د خیریه بنسټونو څخه غواړو تر څو د دغه مظلوم قشر( معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو کورنېو) سره لا ډیرې مرستې وکړي.
نوموړي همدارنګه د لاوارثه یتیمانو او فلجیانو په مرکز کې یتیمانو ته د حرفوي زده کړو د زمینې د برابرو په هکله هم خبرې وکړي او له یاد پلاوي يې وغوښتل تر څو یتیمانو ته په دې برخه کې آسانتیاوې برابرې کړې تر څو یتیمان وکولې شي په خپل ځان بسیا او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د خیریه بنسټونو له مرستو خوښي څرګنده کړه او مستحقو کسانو ته یې د مرستو د رسونۍ په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ تر منځ د پنځه بابه مدرسو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
په دې کتنه کې د ترکیې هېواد ندا الخیر خیریه بنسټ څخه راغلي پلاوي هم یتیمانو ته په ټول هېواد کې د دارالایتامونو د جوړونۍ او هغوی ته په بیلابیلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.






