د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ تر منځ د پنځه بابه مدرسو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.

د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ تر منځ د پنځه بابه مدرسو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
29 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت دپوهنې وزارت او د ترکیې هیواد د ایدیف خیریه بنسټ ترمنځ د هیواد په پنځو ولایتونو کې د پنځه بابه دیني مدارسو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک په اساس به د ایدیف خیریه بنسټ د هیواد په پنځو ولایاتو کې چې د پوهنې وزارت له لوري به ټاکل کېږي، پنځه بابه مدارس چې هره مدرسه به څلور درسي ټولګي، احاطوي دیوال، مسجد، تشنابونه او د څښلو د پاکو اوبو اسانتیاوې لري،جوړوي.
په هره مدرسه به پنځه وېشت زره امریکايي ډالر لګښت کېږي، چې د پنځه بابه مدارسو ټولیز لګښت یو سلو پنځه وېشت زره امریکايي ډالره کېږي.
یاد هوکړه لیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا او د ایدیف خیریه بنسټ د مسئول ښاغلي شیخ محمد توران تر منځ لاسلیک شو.
اړوند موضوعات
په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.
د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ایدیف خیریه بنسټ له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د پنځه بابه مدارسو د جوړولو ستر خیریه اقدام ته اراده کړېده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د یادې خیریه پروژې د تطبیق لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.






