افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه راورسیده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

0
112

افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه راورسیده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

1 نومبر 2022

د افغانستان له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

اړوند موضوعات

افغانستان بانک ته د نغدو پیسو یوه بله کڅوړه هم ورسېده 

د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.

Leave a reply