افغانستان بانک ته د نغدو پیسو یوه بله کڅوړه هم ورسېده

د افغانستان بانک د يادو مرستو د مننې تر څنګ له نړیوالې ټولنې په نورو برخو کې هم تعامل او د همکارۍ غوښتنه کړې ده. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
(2022 / 8 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه امريکايي ډالرو نغدي بشري مرستو بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک د يادو مرستو د مننې تر څنګ له نړیوالې ټولنې په نورو برخو کې هم تعامل او د همکارۍ غوښتنه کړې ده. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک د دې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د بانکي سکټور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.