د غالۍ د بسته بندۍ د مرکز جوړونې تیږه په جوزجان کې کښېښودل شوه   

0
104

د غالۍ د بسته بندۍ د مرکز جوړونې تیږه په جوزجان کې کښېښودل شوه 

د بسته بندۍ د دغه مرکز په پرانېستلو سره به دلته د غالیو پرې کول او پروسس کېږي او له دې ځایه به بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، چې دا د افغانستان د خلکو لپاره ښه خبر دی. له بلې خوا په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت په وروستیو کلونو کې له رکود سره مخ دی.

(2022 / 11 / 1    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د غالیو د پروسس د لومړي مرکز د بنسټ ډبره د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې کېښودل شوه.

دغه مرکز چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۹ مه د بنسټ ډبره کېښودل شوه، ټاکل شوې چې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په دوه زره متره مربع ځمکه کې جوړ شي.

د “عبيد افغان” شرکت مشر ذبيح الله زاهد چې د دې پروژې پلې کوي، وويل چې د دغه مرکز لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا ورکړل شوى دى.

د ښاغلي زاهد په خبره، د دې پروژې له پیل سره به ۱۲۰۰ ټنه کار ته زمینه برابره شي.

هغه زياته کړه: پخوا به زموږ ټول خام مواد پاکستان او ايران ته صادرېدل او هلته به يې غالۍ جوړولې او په خپل نوم به يې صادرولې، چې افغانستان ته به يې ځانګړي زيانونه اړول.

“د اوس لپاره، دا د مننې خبره ده چې دا پروژه دلته تطبیق شوې ده.”

په جوزجان کې دوسله والو ط.البانو سيمه ييز مسوولين د غاليو د بسته بندۍ د مرکز له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې د دغه مرکز فعاليت له هېواد څخه د غاليو د قاچاق په مخنيوي کې اغېزمن دى.

محمد اسماعیل راسخد جوزجان ولایت د ا.ا. والي ویلي دي چې د دغه مرکز د کار په بشپړیدو سره به په آقچه ولسوالۍ کې د غالیو د صنعت ټول پړاوونه په لاره واچول شي.

اړوند موضوعات:

هرات صنعتي ښارګوټي کې د غالیو شرکت په ورځیني ډول څلور زره متره غالۍ تولیدوي.

Leave a reply