هرات صنعتي ښارګوټي کې د غالیو شرکت په ورځیني ډول څلور زره متره غالۍ تولیدوي.

0
196

هرات صنعتي ښارګوټي کې د غالیو شرکت په ورځیني ډول څلور زره متره غالۍ تولیدوي.

10 اکتوبر 2022

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو تولیدي شرکت یو له هغه شرکتونو دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د تولید کچه لوړه شوې او فعالیت کې یې د پام وړ پرمختګ راغلی.

د دغه شرکت مسؤلین وایي دوی په ورځني ډول د څلور زره متره غالیو د تولید ظرفیت لري او هیله لري چې د تولید کچه نوره هم لوړه او خپل کورنی تولید ډیر کړي.

د دغه شرکت

د دغه شرکت مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه او اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې سلګونه نورې کارخونې او فابریکې په بیلابیلو سکتورونو کې فعالیت او تولید کوي او د دغه فابریکو مسؤلین له اسلامي امارت غواړي چې خپل کورني تولید ته جدي پاملرنه وکړي؛ تر څو د هیوادوالو اړتیا پوره او هیواد د بهرنیو وارداتو خلاص او یا هم بهرني واردات کم کړو.

اړوند موضوعات

کابل کې د ایتوال دازي کارخونه په ورځني ډول جوس، مستې، پنیر، پیروی او شومبلې تولیدوي.

 

د هرات ښاریان وایي دوی غواړي خپل کورنی تولید په هره برخه کې وکاروي، ځکه چې هم یې قیمت مناسب او هم یې کورالټي ښه وي.

Leave a reply