کابل کې د ایتوال دازي کارخونه په ورځني ډول جوس، مستې، پنیر، پیروی او شومبلې تولیدوي.

0
169

کابل کې د ایتوال دازي کارخونه په ورځني ډول جوس، مستې، پنیر، پیروی او شومبلې تولیدوي.

حمادشیرزاد باغي ټي وي راپور
9 اکتوبر 2022

د ایتوال دازي کارخونه د لبنیاتو یو لویه کارخونه ده، چې په دغه برخه کې ۷۰فیصده هیوادوالو اړتیا پوره کوي او د ټنونو مستو، پنیر، پیروي او شوملبو تر څنګ ۶۰۰زره تازه جوس هم تولیدوي.

د یادې کارخونې مشر وایي: په اوسط ډول موږ د ورځې ۲۴ ټنه مستې، ۱ ټن پیروی، ۱ ټنه خامه او په حدود د ۱۲ او یا ۱۳ ټنو کې تروې تولیدو چې د بازار اړتیا پرې پوره کوو.

په یاده کارخونه کې د دغه تولیداتو سربیره د تازه جوس تولید هم په پراخه کچه روان دی او تقریبا په اوسط ډول ۶۰۰زره لیتره جوس تولیدوي، د جوس د برخې انجینران وایي: چې د دوی تولید د سیمې او نړۍ له معیارونو سره برابر دی.

په یاده کارخونه

 

د یادې کارخونې مسؤل وایي: که حکومت ورته زیاته پاملرنه وکړي، د ماشینونو او بریښنا برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې شي؛ نو د تولید کچه به یې لا پراخه او په راتلونکي کې به صادرات هم ولري.

هغه زیاته کړه او له هیوادوالو یې غوښتي چې خپل کورنی تولید وکاروي، تر څو موږ له بهرنیو وارداتو خلاص او هیواد مو په ځان بسیا شي. په دغه کارخونه کې سلګونه کسان کار کوي.

اړوند موضوعات

 بلخ د پنبې کارخانه وايي چې سږ کال د غوړوی او پنبې تولیدات دوه برابره کوي

 

یاده دې وي چې د صنعت په برخه کې افغانستان اوس د پخوا پر پرتله پرمختګ کړی او تر ۵زرو لویې کارخونې پکې فعالې او په ۶۰ سکتورونو کې په بیلابیلو تولیداتو بوختې دي.

Leave a reply