بلخ د پنبې کارخانه وايي چې سږ کال د غوړوی او پنبې تولیدات دوه برابره کوي

0
144

بلخ د پنبې کارخانه وايي چې سږ کال د غوړوی او پنبې تولیدات دوه برابره کوي

فريدون زياته کړې چې د تېلو د ایستلو څلور ماشینونه يې په ازبکستان کې پېرلي چې هر یو یې د خامو موادو لکه زغرو، کنځلو او سویا د پروسس ظرفیت هم لري. د فريدون په خبره چې دې کارخونې مخکې د ورځې ۲۰۰ کیلو غوړي تولیدول خو تر راتلونکو څو ورځو به د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره د ورځې ۵۰۰ کیلو غوړي تولیدوي.

 

(2022 / 4 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بلخ د نباتي غوړیو او پنبې د تولیدي کارخونې چارواکي وايي، د تولیداتو د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره به يې د تولید او عوايدو کچه دوه برابره شي.

د دې شرکت رييس انجینر فریدون وايي، تېر کال يې عواید ۲۵ میلیونه افغانۍ وو خو په روان کال کې د تولید د اصلي ماشینونو له فعالېدو سره به يې د عوايدو کچه ۵۰ میلیونه افغانیو ته ورسېږي.

فريدون زياته کړې چې د تېلو د ایستلو څلور ماشینونه يې په ازبکستان کې پېرلي چې هر یو یې د خامو موادو لکه زغرو، کنځلو او سویا د پروسس ظرفیت هم لري.

د فريدون په خبره چې دې کارخونې مخکې د ورځې ۲۰۰ کیلو غوړي تولیدول خو تر راتلونکو څو ورځو به د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره د ورځې ۵۰۰ کیلو غوړي تولیدوي.

Leave a reply