د کابل پولیسو څلور تنه د یوه موټر د غلا په تور نیولي دي

د کابل پولیسو څلور تنه د یوه موټر د غلا په تور نیولي دي
د کابل د امنيې قوماندانۍ له خوا د تلې په ١٠مه، رسنیو ته په يوۀ لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غلا شوى موټر يې خپل خاوند ته سپارلى دى. پوليسو نيولي شوي کسان د ټيليفونونو، پيسو او نورو ډول ډول سامانونو په غلا تورن کړي او په دې اړه يې د پلټنو پيل کولو خبره کړې ده.
(2022 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل پولیسو څلور تنه د یوه موټر د غلا په تور نیولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د خیرخانې په سیمه کې یې څلور تنه د موټر د غلا په تور نیولي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ له خوا د تلې په ١٠مه، رسنیو ته په يوۀ لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غلا شوى موټر يې خپل خاوند ته سپارلى دى. پوليسو نيولي شوي کسان د ټيليفونونو، پيسو او نورو ډول ډول سامانونو په غلا تورن کړي او په دې اړه يې د پلټنو پيل کولو خبره کړې ده.
اړوند موضوعات:
کندهار ولایت کې د غلو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې ۳ کسه ټپیان شوي
د کابل امنیه قومندانۍ د دغو کسانو د نیولو خبر داسې محال ورکړی چې پدې وروستیو کې یو ځل بیا کابل ښاریانو د جنايي جرمونو له زیاتوالي شکایت کړی او له اړونده مسؤلینو څخه یې غوښتي چې د غلو او نورو د عامه نظم اخلال کوونکو پر وړاندې جدي غبرګون وکړي.





