کندهار ولایت کې د غلو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې ۳ کسه ټپیان شوي

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر محمد اصف حکیمي وايي، پېښه نن پنجشنبه د کب په ۱۹مه د پنجوايي ولسوالۍ په حوت سیمه کې شوې ده.
ښاغلي اصف زیاته کړه د پېښې ټپیان دوه ښوونکي او یو ماشوم دی.
(2022 / 3 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کندهار کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو غلو ترمنځ په نښته کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.