«کابل نیوز» خپل نشرات د نامعلوم دلیل له امله درولي دي 

0
189

«کابل نیوز» خپل نشرات د نامعلوم دلیل له امله درولي دي 

دوی زیاتوي: «کابل نیوز ځینې ستونزې لرلې. د لنډې مودې لپاره بند شوی او تر هغه پورې به پر ټولنیزو رسنیو خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.»

کابل نیوز ټلوېزیون له کلونو راهیسې په هېواد کې نشرات کول او د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ټلوېزیون څښتن د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم دی.

 

(2022 / 11 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سلام وطندار د  کابل نیوز ټلوېزیون کې د یوې سرچینې له قوله لیکلي، چې د لنډې مودې لپاره یې نشرات درولي دي.

دوی ویلي چې، که څه هم د دغه ټلوېزیون د نشراتو درېدو لامل روښانه ندی، خو زیاته یې کړه چې له ځینو ستونزو سره مخ و.

دوی زیاتوي: «کابل نیوز ځینې ستونزې لرلې. د لنډې مودې لپاره بند شوی او تر هغه پورې به پر ټولنیزو رسنیو خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.»

کابل نیوز ټلوېزیون له کلونو راهیسې په هېواد کې نشرات کول او د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ټلوېزیون څښتن د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم دی.

اړوند موضوعات:

تېر یوۀ کال کې کابو ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي 

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې سلګونه بېلابېلې رسنۍ د مالي او ځینو نورو ستونزو له کبله تړل شوې دي.

Leave a reply