تېر یوۀ کال کې کابو ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي

تېر یوۀ کال کې کابو ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي
په ورته وخت کې د ا.ا سرپرست له یو کال ځنډ وروسته د رسنیو د سرغړونې کمیسیون د بیا فعالیدو اعلان وکړ. خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د رسنیو مسوولین اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کوي.
(2022 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون چارواکي په یوه نوي راپور کې وايي، د دغه فدراسیون د موندنو پر بنسټ، له هغه راهیسې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په هېواد کې واک ته رسېدلی، څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندې شوې دي.
د دې ادارې مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د بېکاره خبریالانو شمېر نږدې ۵۵ سلنه دی.
د افغانستان د خبريالانو او رسنيو د فدراسيون وياند محمد بشير هاتف وايي، دغه سازمان هم موندلې چې په تېر کال کې په هېواد کې څه باندې څلوېښت سلنه رسنۍ تړل شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون مسوولین وايي، اقتصادي ستونزې او پر بهرنیو بنسټونو د رسنیو انحصار او سیاسي جریانونه د رسنیو د بندېدو اصلي لاملونه دي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت مسؤلین د رسنیو د ستونزو د هواري لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د ډله ییزو رسنیو قانون چې د سرپرست حکومت له خوا نافذ اعلان شوی، په سمه توګه به پلي کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي: “هغه قضیې چې زموږ له لوري او یا هم د رسنیو له لوري وضاحت ته اړتیا لري، باید د خبرو میز ته کښېني او غلط فهمۍ حل کړي.”
اړوند موضوعات:
افغان خبریالان د سختو مالي ستونزو سره مخ دي