وزیراعظم شهباز شریف د هیواد کروندګرو لپاره د لوی پیکج ورکولو اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف د کسان پیکج اعلان کړ.
وفاقي وزيرانو سره دخبرو په مهال شهباز شريف وويل دکرنې پرمختيا لپاره دکروندګرو ستونزې هوارول ضروري دي، دکروندګرو لپاره ديو سل اربه روپو دپيکج اعلان شوى دى.
ده ووئيل حكومت د كروندګرو د پرمختګ لپاره كوم ګام پورته كوي هغه به د پاكستان په ګټه وي۔
شهبازشريف اعلان وکړ چې د 1800 اربه روپو قرضه به بزګرانو ته ورکوي، دا قرض د تير کال په پرتله 400 اربه روپۍ زيات دی، د سيلاب له امله په 40 لاکه ايکړه ځمکه فصلونه تباه شوي، د وړو بزګرانو قرضونه اغیزمنې سیمې معاف کیږي.
ده ووئيل په متاثره سيمو كښې د كروندګرو د قرض معاف كولو لپاره 10 ارب 60 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔
وزيراعظم وويل دزراعت سکټور په شپږو مياشتو کې معيشت پرمخ وړلى شي، دزراعت په برخه کې کار کوونکى ځوانانو ته به 50 اربه روپۍ قرضې ورکول کيږي، دفي بوري سرې بيه 2500 روپۍ کمه کړل شوې ده اؤ اوس به 11 زره 250 روپۍ فی بورۍ ترلاسه کولې شي.
ده ووئيل دا 5 اربه روپۍ به د زمكي نه محرومو كسانو ته د سبسډي په توګه وركړې شي٬ بينكونه دې ايس ايم ايز ته پيسې نه وركوي٬ زه د خزانې له وزير څخه غوښتنه كوم چې د SMEs په مسله دې د حصې پورته كولو لپاره د روپو سود په شکل كښې وساتل شي۔ د سبسایډي، SMEs د کرنې په سکټور کې پیژندل شوي.
وزيراعظم وويل دا مهال د ټراکټورونو اجاره ده، ټراکټورونه د يو کروندګر د لاس رسي نه بهر شوي دي، هغه د بهر نه د پنځو کالو زوړ ټراکټورونو د واردولو د اجازت ورکولو فيصله کړې ده او په ډيوټي کې د 36 فيصده استثناء ورکړې شوې ده. د ټراکټورونو واردول چې درې کاله عمر لري، د ټراکټورونو په سکتور کې میلیاردونه عاید ترلاسه شوي.
هغه وويل، چې د ۵ پینځه لکه ټنه يوريا واردولو پرېکړه شوې، ۲دوه لکه ټنه را وارد شوي، وزیراعظم اوویل چې د تېر حکومت دې له مونږ حکومت سره پرتله وکړې شی نو هر څه به راڅرګند شي، وزیراعظم اوویل او زیاته ی کړه چې د يوريا پر وارداتو ٣٠ ميليارده روپۍ سبسيډي په توګه ورکولو لپاره کیښودل شوي دي.
……………………….
نور خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف د هیواد کروندګرو لپاره د لوی پیکج ورکولو اعلان کړې دې
وزیراعظم شهباز شریف په لارښوونه د ارشد شریف د وژنې لپار درې کسیزه کمیشن جوړولو پریکړه شوې ده
چا هم چې خبریاله صدف نعیم را غورځولې ده، د هغوي په ضد دې پلټنې وشي: د داخله چارو وزیر، رانا ثناالله
د عمران خان په ضد د عدالت سپکاوي قضیه، عمران خان سپریم کورټ کښې ددې به اړه ځواب جمع کړې دې
پخوانی وزیر دفاع پرویز خټک د حکومت سره د خبراترو یا د دروازې شاته خبرو ګنګوسي رد کړي دي
کامونکي کښې د پولیس له لوري په خبریالانو تشدد، د پولیسو ایس اچ او د دندې لرې کړې شو
د عمران خان لانګ مارچ ، مریدکي کښې ۷ اووه ته د انډر پاس راپریوتو له امله ټپیان شوي دي






