صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو یوه هوکړه لاسلیک شوې.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو یوه هوکړه لاسلیک شوې.
31 اکتوبر 2022
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې اسلامي امارت د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي.
د ښاغلي جواد په خبره، چې په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شوی، چې له مخې یې موږ کولای شو د هوايي دهلېز او نورو مختلفو لارو سوداګرۍ ته دوام ورکړو او هڅه مو داده چې د تېر کال په پرتله هند ته د سوداګریزو توکو صادارات ډېر شي.
اړوند موضوعات
د سوداګرۍ خونه: هند ته مو صادراتو کې ډېروالی راغلی دی
څو ورځې وړاندې په یوه خبر کې راغلي وه، چې د تیر په پرتله هند ته سږ کال د افغانستان صادرات زیات شوي او همدا راز د وچې او تازه میوې بازار هم اوس زیات شوی.