د سوداګرۍ خونه: هند ته مو صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

د سوداګرۍ خونه: هند ته مو صادراتو کې ډېروالی راغلی دی
هغه وایي چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي، نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.
(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي چې د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.
خان جان الکوزی وایي چې تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه وایي چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي، نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان په صادراتو کې په تېرو درېیو میاشتو کې ډېروالی راغلی دی
هند یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پراخې هڅې کړې دي، خو د پاکستان خنډونو او ناندرۍ تل ددغه سوداګرۍ د پراختیا مخنیوی کړی دی.






