د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د UNHCR له مشر او مل پلاوي سره وکتل.
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د UNHCR له مشر او مل پلاوي سره وکتل.
30 اکتوبر 2022
د اقتصاد وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست نن ورځ خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNHCR له مشر او مل پلاوې سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد “حنیف” د افغانستان لپاره د UNHCR له مشر دومینیکو ایسابیلي هیدي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي، د کډوالو د داوطلبانه راستنېدو د زمینې برابرول، د دغه سازمان له خوا د کډوالو لپاره د سرپناه او بنسټیزو اسانتیاوو برابرول او د ګډې همکارۍ د یادداشت د جوړولو په اړه خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو سرپرست د ترکیې هیواد نه راغلي د علماء کرامو له وفد سره لیدنه ترسره کړه.
د افغانستان لپاره د UNHCR مشر هم خوښي وښوده او د کډوالو د وضعیت ښه کیدو او راستنیدونکو سره د مرستو او همکارۍ ژمنه یې وکړه.