د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د ترانسپورټ یو شمیر خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

0
100

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د ترانسپورټ یو شمیر خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

30 اکتوبر 2022

د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او د اسلامي امارت مسوولینو له لوري يې د حل غوښتنه وکړه.

 

هغوی همداراز وويل، ترانسپورټي شرکتونو د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د ارتباطي پول عمل کړی او د دې شرکتونو مالکانو په دې برخه کې لويه پانګونه کړې او ډېرو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

اړوند موضوعات

د قطر دفتر مسؤل او ملګرو ملتونو ته نومول شوي استازي سهیل شاهین د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره ولیدل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وويل، د اسلامي امارت رهبري د خپل ګران ملت د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه او د پانګه والو هر اړخيز ملاتړ کوي.

Leave a reply