د ریاست الوزرار سیاسي مرستیال سپیدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.
د ریاست الوزرار سیاسي مرستیال سپیدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.
30 اکتوبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
دغو سوداګرو بهر ته د جلغوزیو صادراتو د بيا پيل له امله اسلامي امارت څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل.
يادو سوداګرو وويل، افغانستان د باکيفيته جلغوزيو لرلو له امله شهرت لري او سږ کال چین ته د جلغوزیو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت پالیسي خصوصي سکتور،پانګونې او سوداګرۍ ته د لاښې زمېنې برابرول دي او هڅه کوي د سوداګرو ستونزې په وخت حل کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو له رئیس ارکان سره وکتل.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې وويل، د خصوصي سکتور له ودې او د افغان سوداګرو د ستونزو له حل پرته، اقتصادي پياوړتیا ناممکنه ده.