د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو له رئیس ارکان سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو له رئیس ارکان سره وکتل.
26 اکتوبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو له رئيس ارکان حافظ انځر ګل او د یادې قول اردو د لواء د پېژند مدير مولوي نورالدين منير سره وليدل.
په پیل کې د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو رئیس ارکان حافظ انځرګل د یادې قول اردو اړوند سیمو په ځانګړي ډول لغمان ولایت او ددې ولایت مربوط لويو لارو کې د بشپړ امنيت د تامين ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، دا مهال سیمه کې مېشت ولسونه د امن په ډاډمنه فضاء کې ژوند کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ده د خبرو له اورېدو وروسته په لغمان ولايت کې پر امنيت خوښي څرګنده کړه او ولس ته په امنيت راوستلو کې یې د دوی هڅې وستایلې.
اړوند موضوعات
سیاسي مرستیال په سپیدار ماڼۍ کښې د علماوو سره ناسته
د یادی کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبير په ځينې برخو کې دوی ته د چارو د لا سمون په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.






