یو کس چې ځان یې د پاسپورټ رئیس معرفي کړی ؤ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی 

0
86

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کس ځان د پاسپورټونو د عمومي ریاست اتباع معرفي کړي او له هغوی څخه یې پیسې اخیستې.

دغه کس جميل نوميږي او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى. د دغه وزارت چارواکو د نیول شویو پیسو اندازه نه ده په ډاګه کړې. خو دوی وايي چې دغه کس له ښاریانو څخه “ډېرې” پیسې ترلاسه کړې.

(2022 / 10/ 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دغه کس چې ځان يې د پاسپورټ د مسوول په توګه معرفي کاوه د ا.ا. له خوا ونيول شو.

د ا.ا. د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل ښار کې یې د پاسپورت ریاست د مسوولینو له نوم څخه د استفادې په تور یو تن نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کس ځان د پاسپورټونو د عمومي ریاست اتباع معرفي کړي او له هغوی څخه یې پیسې اخیستې.

اړوند موضوعات:

د پاسپورټ ریاست وایي: کابل کې یې د یو څه وخت لپاره د پاسپورټ د ویش لړۍ درولې.

Leave a reply