د پاسپورټ ریاست وایي: کابل کې یې د یو څه وخت لپاره د پاسپورټ د ویش لړۍ درولې.
د پاسپورټ ریاست وایي: کابل کې یې د یو څه وخت لپاره د پاسپورټ د ویش لړۍ درولې.
8 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي؛ دغه ریاست غواړي د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دغه ریاست په تخنیکي او تجهیزاتي سیستم کې یو لړ مثبت بدلونونه راولي، په همدې پار یاد ریاست د پاسپورټونو ویش لړۍ درولې.
دغه ریاست پخپله اعلامیه کې زیاتوي چې: دا چې هره ورځ د پاسپورټ په مرکزي اداره کې محترمو غوښتنوالو ته له څلورو تر پنځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي، د وخت په اوښتو سره د چاپ او ځینې نورو تخنیکي وسایل خپله کارايي یا کارندوالي له لاسه ورکوي او اوس د دغو وسایلو ترمیم یا بدلولو ته اړتیا لیدل کېږي، چې دا پروسه یو وخت ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات
ا.ا د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ وړاندیز تائید کړ
دغه ریاست له خلکو غوښتي، چې د کورنیو چارو وزارت او پاسپورت عمومي ریاست د خبري سایتونو تر خبرتیا پورې دې د پاسپورت عمومي ریاست ته مراجعه نکوي.
یاده دې وي چې د طالبانو له راتګ وروسته د پاسپورټ مراجعین زیات شوي او تر ۵ لکو زیات پاسپورټونه تیر یوه کال کې توزیع شوي دي.