ا.ا د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ وړاندیز تائید کړ 

0
159

ا.ا د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ وړاندیز تائید کړ 

ويل کيږي چې د تېر حکومت له لوري چاپ شوي نږدې يو ميليون جلده پاسپورټونه لا هم له قراردادي کمپنۍ سره پراته دي چې څه موده مخکې يې د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي افغانستان ته په راوړو کې د ا.ا له چارواکو سره د مرستې ژمنه کړې وه.

(2022 / 6 / 15   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا کابينې د درې ميليونو جلدو پاسپورټونو د چاپ او کوچيانو ته د پېژندپاڼو د ويش وړانديزونه تاييد کړي دي.

باختر اژانس ويلي چې دا پرېکړې پرون د کابينې په غونډه کې شوې دي. سرچينه وايي چې د کابينې غونډه پرون د رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه او پرېکړه يې کړې چې د احصائيې اداره دې ژر تر ژره د ځانګړي طرز العمل پر بنسټ کوچيانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش لړۍ پيل کړي.

تر دې وړاندې د ځينو ستونزو له کبله کوچيانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو ويش ځنډيدلی و. کابينې دغه راز د درې ميليونه جلدو پاسپورټونو او لمنيشن د چاپ په اړه د ماليې وزارت وړانديز هم منلی دی.

په دې اړه ډير جزيات نه دي خپاره شوي چې ياد درې ميليونه جلده پاسپورټونه به چيرته او په کومو شرایطو چاپيږي.

Leave a reply