وزارت مالیه وایي: د کندهار د ګمرک عواید د تیر په نسبت اویا سلنه لوړ شوي.
وزارت مالیه وایي: د کندهار د ګمرک عواید د تیر په نسبت اویا سلنه لوړ شوي.
29 اکتوبر 2022
د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار د ګمرک ریاست عواید د تیر کال په نسبت زیات شوي.
د مالیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د کندهار د ګمرک په عوایدو کې د تېر کال په پرتله اویا سلنه زیاتوالی راغلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کندهار له ګمرک څخه څه باندې شپږ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ١٤٠٠ لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د کندهار د ګمرک عوايد ٣.٨٤٢ ميليارده افغانۍ او په ١٣٠١ لمريز کال کې د دغه ګمرک عوايد ٦،٥٣٢ ميليارده افغانۍ وو.
اړوند موضوعات
د ماليې وزارت وايي د هرات د ګمرکونو عوايد د تېر کال په پرتله ۹۷ سلنه ډېر شوي دي.
د مالیې وزارت د عوایدو په را ټولولو کې د شفافیت، د اداري فساد کمول او په دغه وزارت کې د ژمنو او مسلکي کارکوونکو ګمارل د هېواد په ګمرکونو کې د عوایدو د زیاتوالي اصلي عوامل بولي.