د ماليې وزارت وايي د هرات د ګمرکونو عوايد د تېر کال په پرتله ۹۷ سلنه ډېر شوي دي.

0
221

د ماليې وزارت وايي د هرات د ګمرکونو عوايد د تېر کال په پرتله ۹۷ سلنه ډېر شوي دي.

22 اکتوبر 2022

 

یاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ماليې وزارت په ښه تدبیر سره په یاد وزارت کې اداري فساد له منځه وړی او ژمن او مسلکي کادرونه يې په دندو ګومارلي دي.

خبرپاڼه د یاد وزارت د عوايدو د ډېرېدو اصلي لامل په وزارت کې د فساد نشتون او د مسلکي او ژمنو کسانو ګومارل بولي.

د سرچینې په خبره، په تېرو ۶ میاشتو کې د هرات ولایت له ګمرکونو څخه ۱۱ میلیارده افغانۍ عوايد راټول شوي په داسې حال کې، چې د تېر کال په ۶ لومړیو میاشتو کې د هرات ولایت له ګمرکونو څخه ۵ میلیارده او ۷۶ میلیونه افغانۍ عوايد را ټول شوي وو او دغه شمېره د تېر کال په پرتله ۹۷ سلنه ډېروالی ښيي.

اړوند موضوعات

مالیه وزارت: تیرو دوه میاشتو کې مو څه د پاسه ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

 

د یادونې وړ ده، چې په روان کال کې د هېواد له نورو ګمرکونو څخه میلیونونه افغانۍ عوايد را ټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

Leave a reply