د جینوا کال نړیوال بنسټ مشر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

د جینوا کال نړیوال بنسټ مشر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.
29 اکتوبر 2022
د پوهنې وزارت د یوې خپرې شوې تازه خبرپاڼې له مخې د یاد وزارت سرپرست سره د جینوا کال مشر تیره ورځ لیدل ترسره کړل.
خبرپاڼه کې راغلي چې د جینوا کال نړیوال بنسټ مشر ښاغلي الین ډیلټرو د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یاد بنسټ مشر ښاغلي الین ډیلټروز لومړی د خپل بنسټ په اړه لنډې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې جینوا کال یو خپلواک، ناپییلی بشري بنسټ دی چې په جګړو او نښتو کې د ملکي خلکو د ساتنې او مصئونیت په برخه کې فعالیت کوي او تل په دې هڅه کې دی چې د هیوادونو تعلیمي بهیرونه د جګړو له اغیزو څخه خوندي وساتي.
دنوموړي په وینا، زموږ بنسټ په افغانستان کې د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم فعالیت لري او په راتلونکي کې غواړي چې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.
ورپسې د پوهنې سرپرست وزیر، لومړی ښاغلي الین ډیلټروز ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې له جګړو څخه د هیواد او خلکو ساتل د اسلامي امارت بنسټېزه دنده ده. د
امریکايي اشغال په ختمېدلو سره دلته یو پیاوړی مرکزي نظام حاکم شویدی، د څلورو لسیزو بحران او جګړه پای ته رسېدلې ده او اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې افغانان د نړیوالې ټولنې په مرسته دخپل هیواد معنوي او مادي بنسټونه ودان کړي.
اړوند موضوعات
د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ تر منځ د پنځه بابه مدرسو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
نوموړي زیاته کړه، جګړه هېڅکله د افغانانو انتخاب نه وو، بلکې تل په افغانانو جګړې تحمیل شوي دي او دوی دې ته مجبوره کړای شوي دي چې له خپل دین، هیواد او ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې وسلې ته لاس کړي.






