کیرن ډیکر له افغان فعالانو سره د خپلې غونډې په پای کې: زه به خپلې موندنې د امریکا له حکومت سره شریکې کړم

0
105

کیرن ډیکر له افغان فعالانو سره د خپلې غونډې په پای کې: زه به خپلې موندنې د امریکا له حکومت سره شریکې کړم

بل خوا د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پرون په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې دواړو لورو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ او په اوسني وضعیت کې یې د بین الافغاني مذاکراتو رامنځته کول یوه بیړنۍ اړتیا وبلله.

 

(2022 / 10 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر وايي، ترکیې ته یې سفر او له یو شمېر افغان فعالانو سره لیده کاته پای ته رسېدلي او پایلې به یې د امریکا له حکومت سره شریک کړي.

د جمعې په شپه (د اکتوبر په ۶ مه) مېرمن ډیکر په یوه ټویټ کې د دغه سفر پای اعلان کړ او ویې ویل چې ټول افغان اتباع، په هر ځای کې چې وي، د خپل هېواد په راتلونکې کې ونډه لري.

کیرن ډیکر درې ورځې وړاندې ترکیې ته سفر وکړ چې له یو شمېر افغان خبریالانو او مدني فعالانو سره یې له نږدې خبرې وکړې.

بل خوا د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پرون په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ټیلیفوني خبرې کړي دي.

اړوند موضوعات:

 ټام ویسټ ترکیه کې لۀ یو شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي دي 

 

په دې خبرو کې دواړو لورو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ او په اوسني وضعیت کې یې د بین الافغاني مذاکراتو رامنځته کول یوه بیړنۍ اړتیا وبلله.

Leave a reply