ټام ویسټ ترکیه کې لۀ یو شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي دي 

0
182

  ټام ویسټ ترکیه کې لۀ یو شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي دي 

دوی ویلي چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار ټولګډونه دولت دی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هېواد او هېوادوالو د هوساینې او د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره ورترغاړې مسوولیت ادا کړي.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ترکیې په استانبول ښار کې له یو شمېر افغان سیاسي او مدني فعالانو سره کتلي دي. سرچینې وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې شوې دي.

  د سرچینې په خبره، په لیدنه کې دغه راز دواړو لوریو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.

  دوی ویلي چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار ټولګډونه دولت دی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هېواد او هېوادوالو د هوساینې او د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره ورترغاړې مسوولیت ادا کړي.

Leave a reply