هرات صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور د تولبد فابریکې فعالې شوې.

0
204

هرات صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور د تولبد فابریکې فعالې شوې.

27 اکتوبر 2022

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تولید ۴ لویو فابریکو پرانیسته وکړه.

 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي د دغه فابریکو د پرانیستو مراسمو کې وویل، چې یو شمېر خلک په دې باور دي، چې په هېواد کې د پانګونې الوتنه ډېره شوې، خو اوس په هېواد کې تر بل هر وخت زیاته پانګونه کېږي.

 

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې سږ کال د هېواد صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي دي.

 

په همدې حال کې د هرات د صنايعو او سوداګرۍ خونې رييس حميدالله خادم وايي، چې د دې فابریکو په فعالېدو سره به ٥٠٠ کسانو ته په مستقيمه او ۲ زره کسانو ته په غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.

د خادم په وینا، دغو څلورو فابریکو د بېټرۍ د تولید، د شنو خونو پلاستیک، د چرګانو د تخم تولید او د کارتن د تولید په برخه کې خپل فعالیت پیل کړ.

 

د نوموړي په خبره، اوسمهال په صنعتي ښارګوټي کې له ۴۰۰ فابریکو څخه ۲۸۰ فعالې دي.

 

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان وايي، چې د سوداګرو ستونزې پر وخت حل او د ګمرکي محصولات کموالی کولی شي، چې سوداګر او پانګوال د فابریکو جوړولو او پانګونې ته وهڅوي.

اړوند موضوعات

هرات صنعتي ښارګوټي کې د غالیو شرکت په ورځیني ډول څلور زره متره غالۍ تولیدوي.

د شمېرو له مخې اوسمهال په هېواد کې ۵ زره د تولید فابریکې فعالیت کوي.

Leave a reply