د اسلامي امارت مشرتابه د بغلان اندرابونو او تخار له علماؤ او مخورو سره کتلي.

0
92

د اسلامي امارت مشرتابه د بغلان اندرابونو او تخار له علماؤ او مخورو سره کتلي.

27 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د بغلان ولایت د اندرابونو او د تخار ولایت د ځینو علماء کرامو او سپین ږیرو سره کتلي.

 

په دغه ناسته کې علماؤ او سپین ږیرو د خپلو سیمو ستونزې له امیرالمؤمنین سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې د اندرابونو ولسونه د اسلامي امارت سره پوره همکاره دي او هیڅکله نه غواړي په داسي کار لاس پوري کړي چي په هغه سره اسلامي نظام کمزوری کیږي، ټول ولس په دې پوی دی، چې راغلی امنیت د الله تعالی یو نعمت دی او باید له لاسه ور نه کړل شي.

 

دوی دا هم وویل، چې د ګوتو په شمار ځینې غله، قاتلین او په ولس کې منفور کسان غرونو ته وختل چي ډېر ژر تیت او پرک شول او له پښو وغورځېدل.

 

د اسلامي امارت مشرتابه ناسته کې سپین ږیري او علماء وحدت، یووالي او د ولس اصلاح ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې دښمن تبلیغاتي دستګاه تر پخوا زیاته فعاله کړې او خلک ژبني، قومي او منطقوي تعصب ته رابولي، غواړي چي په دې ډول په افغان ولس کي نفرتونه وزېږوي او مشکلات رامنځته کړي.

اړوند موضوعات

امیرالمؤمنین شیخ هبة الله د هیواد د مرکزي او ولایتي استخباراتي مسؤلینو سره وکتل.

امیرالمؤمنین په خپلو خبرو کې علماء کرام او سپین ږیري خپل مسوولیت ته متوجه کړل، چې دا ستاسو مسوولیت جوړیږي، چې افغان ولس د یو جسد په څېر یو موټی او متحد وساتئ.

Leave a reply