امیرالمؤمنین شیخ هبة الله د هیواد د مرکزي او ولایتي استخباراتي مسؤلینو سره وکتل.

0
138

امیرالمؤمنین شیخ هبة الله د هیواد د مرکزي او ولایتي استخباراتي مسؤلینو سره وکتل.

10 اکتوبر 2022

نن ورځ کندهار کې د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د هیواد د مرکزي او ولایتي استخباراتي مسؤلینو سره څلور ساعته مجلس وکړ.

 

په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د قاضي القضات شیخ مولوي عبدالحکیم حقانپ، د چارو ادارې سرپرست رئیس شیخ مولوي نور الحق انور، د استخباراتو د عمومي ریاست اوپراتيفي مرستیال ملا تاجمیر جواد او د هیواد د ټولو ولایتونو د استخباراتو رئیسانو ګډون درلود.

د مرکزي او ولایتي مسؤلینو د مشورو او وړاندیزونو وروسته شیخ هبة الله اخندزاده په خپله وینا کې د جهاد پر مهال د افغان مجاهد ولس د هر اړخیزو قربانیو یادونه وکړه چې په تېر جهاد کې د ولس هر قشر بې ساري قربانۍ ورکړې، ولس زموږ سره دومره همکاري وکړه چې خپل ځانونه ،بچیان او مالونه یې تر موږ قربان کړل ،اوس وخت د دې را رسېدلی دی چې موږ د دوی خدمت وکړو،پر سر یې د شفقت لاس تېر کړو.

 

موږ او تاسو په داسي مسئولیت کې قرار لرو چې د ولس د هر وګړي پوښتنه به راڅخه کیږي، د دې ولس سوالګر، لیونیان، معتادین او په نشه یي توکو روږد کسان هم پر موږ حق لري چې راټول یې کړو او تداوي یې کړو، نن که په یوه صحرا کې او یا د سړک پر غاړه کوم څوک د همدې نشو له امله مړ کیږي نو هم به یې حساب له موږ سره کیږي؛ همدا رنګه د ګنهګارانو پوښتنه به هم له موږ څخه کیږي چې له ګناه څخه یې نه منعه کوو،ولس د ظالمانو له ظلمه خلاص کړئ،بد اخلاقي بنده کړئ او د فحاشئ مرکزونه وتړئ.

 

د شریعت تطبیق ته خاصه توجه وکړئ ،ماته به ټول مسئولین حساب راکوي چې دوی زموږ په دې یوه کال حکومتولۍ کې شریعت څومره پلي کړی دی،د ښځو د حقوقو په هکله زما شپږ مادییز فرمان پوره تطبیق کړئ ،زه غواړم چې د مشرتابه هر فرمان او حکم به د سر په بیه عملي کوئ.

 

استخبارات هغه ارګان دی چې رأساً په مشرتابه پوري مربوط دی، دوی به له همدې ځایه هدایات اخلي ،د نظام پایې به ټینګوي او د دښمنانو پلانونه به له منځه وړي، دښمنان چې زموږ په هکله کوم شوم پلانونه لري هغه به کشفوي او خنثا کوي.

 

تاسو ته مي هدایت دا دی چې خلک په شبهاتو مه بندیانوئ بلکې د مؤثقو دلائلو په صورت کې یې نیسئ او محکمې ته یې د فیصلې لپاره وړاندې کوئ. د اسلامي نظام ټول اصول او قانون به نافذوئ او عملي کوئ.

Leave a reply