د ترکیې سفیر تیره ورځ د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.

د ترکیې سفیر تیره ورځ د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.
27 اکتوبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکببر تیر مازدیګر په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان او ترکیې د دوستانه او تاریخي اړیکو د یادونې ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات زیات شوي دي.
مولوي عبدالکبیر د اسیا زړه کنفرانس کې د هغه هیواد د کوښښونو، په بلخ ولایت کې د مولانا د پلار د خانقاه د ترمیم او همدارنګه د بشردوستانه مرستو او په افغانستان کې د انکشافي پروژو د تطبیق مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو پر پياوړتیا او پراختیا یې ټينګار وکړ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له سیاسي شخصیتونو سره د تماس کمېسیون او هغوی ته د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، تراوسه د دې کمېسیون په هلوځلو ۳۸۰سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو له رئیس ارکان سره وکتل.
د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای د مولانا د پلار د خانقاه د ترمیم، په هلمند ولایت کې د کجکي بند پروژې او د افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د هغه هېواد د پانګوالو د لېوالتیا په اړه معلومات وړاندې کړل.





