ګلوپ: افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو خوندي هېواد دی

0
99

ګلوپ: افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو خوندي هېواد دی

دا څیړنه په افغانستان کې د ط.البانو د واکمنۍ له بیا رامنځ ته کیدو وروسته ترسره شوې، چې ښيي د ط.البانو د بریدونو له پای ته رسیدو سره تاوتریخوالی هم نسبتاً کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۹ کال کې هم ورته څېړنه ترسره شوې وه چې افغانستان د قانون د حاکمیت او امنیت په برخه کې ۴۳ نمرې خپلې کړې وې.

(2022 /  10 / 26    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ګلوپ څېړنیزې موسسې په خپلو تازه موندنو کې ویلي چې د یوې سروې له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو خوندي هېواد دی.

ګلوپ په خپله نوې سروې کې چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۴مه) خپره شوه، ویلي چې د “نړیوال قانون او نظم” تر سرلیک لاندې دغې څېړنې د امنیت او د قانون د حاکمیت په اړه د دوی د ژوند په برخو کې د خلکو د نظر څرګندونه کړې ده.

په دې سروې کې له خلکو پوښتل شوي چې ایا د شپې پر مهال پر خپلو محلي پولیسو باور کوي؟ د دغې سروې له مخې سینګاپور د ۹۶ نمرو په لرلو سره تر ټولو خوندي او افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد دی.

اړوند موضوعات:

 قطر افغانستان ته د بشپړ ثبات تر راتګه د مرستو ډاډ ورکړی

Leave a reply