قطر افغانستان ته د بشپړ ثبات تر راتګه د مرستو ډاډ ورکړی

قطر افغانستان ته د بشپړ ثبات تر راتګه د مرستو ډاډ ورکړی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې په جنیوا کې ددغه هېواد د ځانګړي استازي مرستیال طلال الناما د بشري حقونو پنځوسمې ناستې ته کړې دي.
(2022 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په جنیوا کې د قطر استازي دفتر افغانستان سره پر بشري مرستو د ټینګار تر څنګ وايي چې افغان ښځو او نجونو ته باید زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې په جنیوا کې ددغه هېواد د ځانګړي استازي مرستیال طلال الناما د بشري حقونو پنځوسمې ناستې ته کړې دي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره خپلو مرستو ته تر هغې دوام ورکوي څو چې په دغه هېواد کې بشپړ ثبات نه وي رامنځته شوی.
د قطر دغه استازي افغانستان کې پر داسې یوه اجماع هم ټینګار کړی چې له امله یې په سیمه کې هم ثبات رامنځته شي.
طلال د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانانو سره په دې سخت وخت کې بشري مرستې وکړي.
په جنیوا کې د قطر استازي ویلي چې افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې له جګړو کړیږي او باید له دې وروسته دا حالات رامنځته نه شي چې دوی له جګړو زیانمن شي.
هغه په ټینګار سره وویل افغانانو سره باید داسې مرستې وشي چې هغوی په خپله اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره مقابله وکړی شي.






