د اسلامي امارت مرکزي ویاند ترکیه کې د حماس ګوند سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او مل پلاوي سره وکتل.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ترکیه کې د حماس ګوند سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او مل پلاوي سره وکتل.
26 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله ترکیه هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ د فلسطین د حماس ګوند د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او مل پلاوي سره وکتل.
د مرکزي ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او ورسره پلاوي دفلسطین هېواد د حماس ګوند د سیاسی دفتر مشراسماعیل هنئه او مل پلاوي سره وکتل.
دواړو لوریو د فلسطین او افغانستان په اوسنۍ اوضاع خبرې اترې وکړې او د حل لپاره یې مشورې او بحث وشو.
افغان استازو د فلسطین او اقصی قضیه د ټول امت ستونزه وبلله او دفلسطینیانو له داعیې څخه یې حمایت وکړ.
اړوند موضوعات
ذبیح الله مجاهد: تر شپږم پورته د انجونو ښوونځي به ډیر ژر او حتما پرانیستل شي.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اونۍ وړاندې دغه هیواد ته د اتحاد العلماء دوه ورځینۍ غونډه کې د ګډون لپاره تللی و، چې وروسته بیا په بیلابیلو ځایونو کې د افغان تجارانو، د نړۍ له مهمو علماؤ او سیاسي اشخاصو سره ناستې ترسره کړې.