ذبیح الله مجاهد: تر شپږم پورته د انجونو ښوونځي به ډیر ژر او حتما پرانیستل شي.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2022/10/IMG-20221015-WA0019.jpg)
ذبیح الله مجاهد: تر شپږم پورته د انجونو ښوونځي به ډیر ژر او حتما پرانیستل شي.
15اکتوبر 2022
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ورځ ترکیه کې د اتحادالعلماء العالمي غونډې ته د خپلو خبرو او وینا پر مهال وویل چې د نجونو پرمخ به تر ۶ پورته ښوونځي حتما خلاصیږي، مونږ د هغوی د نصاب په سمونې، هغوی ته د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د هغوی لپاره د جلا ښوونیز او معیاري سیستم په جوړولو بوخت یو، تر څو وتوانیږو خپل ولسونه ذهناً د نجونو د زدکړو له مخالفت څخه راواړوو.
تېره اداره کې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک له تعلیم څخه بې برخې وه، خو اوس د تعلیم کچه ټول هیواد ته رسیدلې.
اړوند موضوعات
ذبیح الله مجاهد: نیږدې راتلونکي کې به د انجونو د زده کړو مسئله حل شي.
دامهال د هیواد په ۱۴۰ پوهنتونونو کې په لسګونو زره نجونې په زدکړو بوختې دي.